د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن سهار وختي د تورخم دروازه د پاکستاني حکومت له لوري د هر ډول مسافرو او بارو وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
پاکستان تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې دوی به د دوشنبې په ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ لارې وتړي او دغه بهیر به تر ۱۴ ورځو دوام وکړي.
پاکستان دغه کار د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په هدف کړی دی.
د تورخم دروازه داسې مهال تړل کېږي چې تراوسه په ننګرهار کې د کرونا وېروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته روسېد، چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي.