چین او سویلي کوریا پخپلو هېوادونو کې په ترتیب سره پر کرونا ویروس د ۲۰ او ۷۶ کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي.
د دغه هېواد روغتیایي چارواکي وایي، له پرون راهیسې هلته پر کورونا ویروس ۲۰ تنه اخته شوي او ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تېر په پرتله په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې بېساری کموالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په چین کې د دغه ویروس له پیله تر دامهاله ۸۰ زره او ۸۴۴ تنه پر دې ناوروغۍ اخته شوي او ۳ زره او ۱۹۹ تنه نور مړه شوي دي.
کورونا ویروس لومړی په همدغه هېواد کې پیل شو، چې اوسمهال د نړۍ شاوخوا ۱۲۷ هېوادونو ته خپور شوی دی.
.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ