د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په ابچکان سیمه کې د چرسو پر یوې کارخونې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې دوه تنه د ۳۱۸ کیلوګرامه نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.
وزارت وایي، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په نیول شوو توکو کې ۱۲۳ کیلوګرامه چرس او ۱۹۵ کیلوګرامه د بنګو دانې شاملې دي.
خبرپاڼه همدانګه زیاتوي، چې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال د چرسو د پروسېس یوه کارخونه او ۲۰۰ کیلوګرامه چرس له منځه یوړل شول.