ads

د افغان مېرمنو لپاره سره کرښه

په تېرو ۱۸ کلونو کې هر کال د مارچ پر اتمه نېټه، چې د ښځو نړیواله ورځ ده، ټول افغانان دې ته ځير شوي چې افغان ښځې څنګه کال په کال بریالیتوبونو ته ورسېږي او د ټولنې په کچه خپل موقعیتونه ثابت کاندي؛ خو دا هر څه د ستونزو له ګاللو پرته نه‌ دي شوي. […]

په تېرو ۱۸ کلونو کې هر کال د مارچ پر اتمه نېټه، چې د ښځو نړیواله ورځ ده، ټول افغانان دې ته ځير شوي چې افغان ښځې څنګه کال په کال بریالیتوبونو ته ورسېږي او د ټولنې په کچه خپل موقعیتونه ثابت کاندي؛ خو دا هر څه د ستونزو له ګاللو پرته نه‌ دي شوي.
افغان ښځې په وروستیو کلونو کې د خپلو هڅو او مبارزو په رڼا کې یو شمېر داسې پرمختګونو ته رسېدلې دي چې د دوی لپاره سره کرښه دي، خو پوښتنه دا ده چې له شته ستونزو سره سره څه ډول باید مخته لاړې شي؛ چې له خپلو حقونو او اوسنیو پرمختګونو دفاع وکړي؟
په اوسنیو حالاتو کې دا یوه ترټولو اساسي پوښتنه ده، ځکه چې ډېری ښځې په دې نظر دي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې تل ورته د سمبولیکې ونډې د ورکولو هڅه شوې او د هېواد له ګڼو مهمو پېښو او بدلونونو څخه لرې او ناخبرې ساتل شوې دي.
لرې نه ځو، دمګړۍ د افغاني ټولنې د مطرحو ښځو لویه اندېښنه د سولې بهیر په اړه ده، چې وايي په دې باره کې هېڅ ډول معلومات ور سره نه شريکېږي.
افغان ښځې په تېرو ۱۸ کلونو کې د خپلو هڅو په پایله کې په دې بریالۍ شوې دي، چې د هېواد په سیاسي نظام کې خپل موقعیت ثابت کړي او دا وښيي چې د دوی له موجودیت پرته هر ډول پرمختګ به ماتېدونکی وي.
په دې کلونو کې افغان ښځو خپلې وړتیاوې وښودلې، چې کولای شي، تر ډېرو لوړو کچو هم زده‌کړې وکړي او هم خپلواکې ادارې رهبري کړي. هغه هم په داسې يوه فضا کې چې د نارینه‌وو له خوا ورته خنډونه او ستونزې جوړېدې. په دغو کلونو کې موږ د دې شاهد وو چې د وطن په ترینګلو امنیتي حالاتو کې یو شمېر ښځې د والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو په توګه مقررې شوې او ومولیدل چې خپلې دندې یې، ښې مخته یوړې؛ خو شمېر نورو ښځو ته د ځینو کړیو له خوا په ولایتونو کې د کار کولو هېڅ موقع ورنه‌کړل شوه او نه هم دولت په دې اړه کوم جدي اقدام وکړ.
اوس چې د سولې خبرې روانې دي او دا تمه کېږي، چې بین‌الافغاني خبرې اترې به پیلېږي، ټولو ستونزو ته په پام افغان ښځې تېرو اتلس کلنو پرمختګونو ته په پام، اندېښنه لري چې هسې نه په دې بهیر کې د دوی د لېرې ساتلو له کبله د دوی پر حقونو او پرمختګونو، چې د هغوی لپاره سره کرښه ده، د معاملو له لارې سترګې پټې شي. له همدې کبله دا ښځې غواړي چې د سولې په بهیر کې باید اوچت ګډون ولري او له خپلو حقونو او پرمختګونو دفاع وکړي. دا ښځې په دې باور لري چې دا کار په ډېر ښه ډول ترسره کولای شي.
کله چې په مسکو او قطر کې د سولې په تړاو کومې غونډې وشوې، طالبانو ګډون‌کوونکو افغان ښځو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکو غونډو کې به ښځینه استازې هم ورسره وي.
دې ټکي ته په پام پر خپل ځان د افغان ښځو ډاډ پر ځای دی او په کار ده چې تر دې وروسته په ټولو مهمو مسایلو کې د دوی حضور پوره په نظر کې ونیول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA