د بامیانو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، جاپان هېواد د دغه ولایت د فرهنګي ځاینونو د ساتنې او بیا رغونې لپاره ۳.۸ میلیونه امریکایي ډالر مرسته کوي.
د دغه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د جاپان سفارت له ګواښ سره د مخ فرهنګي میراثونو له لېست څخه د بامیان ولایت د وتلو لپاره دغه اندازه مرسته په پام کې نیولې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د جاپان هېواد له لوري مرسته کېدونکې پیسې د دغه ولایت د تاریخي اثارو او فرهنګي میراثونو په بیا رغونه لګول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ