د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د ماکیانو په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوې ډلې بهرنیو ځواکونو هوايي برید کړي، چي په پایله کې یې ۸ وسلوال وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دی زیاتوي، چې په یو بل هوايي برید کې بهرنیو ځواکونو د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د وسله والو یو کاروان په نښه کړی، چي ۱۲ وسله وال طالبان پکې وژل شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند همدارنګه وایي، چي په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یوټانګ، څو موټرسایکلونه، سپکې او درنې وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.