ads

پکتیکا وال د سولې له روانو خبرو بشپړ ملاتړ کوِي

د پکتیکا اوسېدونکو او دیني عالمانو د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې روانو خبرو څخه په بشپړه توګه ملاتړ ښودلی دی. دوی زیاتوي د دواړو لوریو تر منځ په روانو مذاکراتو کې پرمختګ به په هېواد کې همیشنۍ سولې ته لاره هواره کړي. نیک محمد کټوازي له کلید سره په خبرو کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 سلواغه 1398
پکتیکا وال د سولې له روانو خبرو بشپړ ملاتړ کوِي

د پکتیکا اوسېدونکو او دیني عالمانو د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې روانو خبرو څخه په بشپړه توګه ملاتړ ښودلی دی.
دوی زیاتوي د دواړو لوریو تر منځ په روانو مذاکراتو کې پرمختګ به په هېواد کې همیشنۍ سولې ته لاره هواره کړي.
نیک محمد کټوازي له کلید سره په خبرو کې وویل ټول هېوادوال د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پر پرمختګ خوښ دي او په ټوله مانا ترې ملاتړ کوي.
هغه څرګندوي هر څومره ژر باید د دواړو لوریو تر منځ پر شویو مواردو هوکړه لیک لاسلیک شي چې په وینا يي له دې سره به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغانې خبرو ته زمینه برابره شي.
دیني عالم محمد ولي او مولوي ضبط الله وايي افغانان په هېواد کې له رواني اوږدې جګړې څخه ستړي شوي او هر یو يي د سولې ارمانجن دی.
دوی وویل د امریکا او طالبانو تر منځ چې د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي کمول شرط ایښودل شوی، دا څه باید د ټولو لورو له لوري مراعات شي تر څو پر یو بل د باور فضا رامنځته شي.
د پکتیکا ولایتي شورا غړي افسرخان سلیمانخېل کلید ته وویل د یوې اونۍ پر ځای باید چې پر اوږمهاله اوربند موافقه وشي.
دی زیاتوي ټول اولسونه د سولې روانو خبرو کې پرمختګ ته خوښ دي ، خو په وینا يي د خبرو جزیات باید له افغانانو پټ ونه ساتل شي.
بل لور د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شيرپادشاه ارګونی وايي د افغانستان لپاره د سولې رواني په خورا مهم پړاو کې قرار لري.
هغه څرګندوي سیاسیون ، بانفوذه مشران او ټول هېوادوال دي په یوه خوله د رښتیني سولې لپاره غږ یو کړي او رواني غمیزي ته دي د پای ټکي کیږدي.
یاده دي وي چې د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې روانو خبرو ته هيلې وروسته تر هغه په ډيریدو شوې چې امریکايي ولسمشرډونالډ ټرمپ د طالبانو له لوري په افغانستان کې د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه وکړه او ټاکل شوې چې د تاوتریخوالي کمولو دا نیټه به د فبروري میاشتي پر ۲۲ نیټه پیل شې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA