د جمهور رییس محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د چهار شنبې په ورځ له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ورځې په لمانځغونډه کې وویل، اوس د سیالیو وخت پای ته رسېدلی، اړتیا ده چې ټول شموله حکومت جوړ شي.
ده په ټاکنو کې له ټولو ښکېلولور او نوماندانو غوښتنه وکړه، چې د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو په اړه د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو شوو پرېکړو ته درناوی وکړي او د وروستیو پایلو په منلو سره د حکومت نوی پړاو پیل کړي.
دانش د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې د هرکلي تر څنګ د افغان حکومت په مشرۍ د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، چې طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، ګنې له دې ډلې سره د سولې خبرې به کومه پایله ورنه کړي.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو هر څه وروستي شوي او په پام کې ده چې ډېر ژر د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.