ads

اشرف غني: د حكومت مذاكره كوونكى ټيم به له څرګندې کړنلارې سره مذاکره پیل کړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د حكومت مذاكره كوونكى ټيم به له اصولو او واضح کړنلارې سره مذاکرې ته لاړ شي او د سولې په برخه كې وروستى تصميم به افغان ولس ونيسي. جمهور رئيس غني د مونيخ له امنيتي كنفرانس څخه تر راستنېدو وروسته د سولې او د هغې د احتمالي فرصتونو او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 سلواغه 1398
اشرف غني: د حكومت مذاكره كوونكى ټيم به له څرګندې کړنلارې سره مذاکره پیل کړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د حكومت مذاكره كوونكى ټيم به له اصولو او واضح کړنلارې سره مذاکرې ته لاړ شي او د سولې په برخه كې وروستى تصميم به افغان ولس ونيسي.
جمهور رئيس غني د مونيخ له امنيتي كنفرانس څخه تر راستنېدو وروسته د سولې او د هغې د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه د مشورو لړۍ پيل كړه او په لومړۍ غونډه كې يې له واليانو سره وكتل.
د ارګ په خبرپاڼه كې د هېواد د جمهور رئيس له قوله راغلي، چې خلک سوله غواړي او هغوى ته د سولې معنا په بشپړه توګه د تاوتريخوالي ختمېدل دي.
د هغه په وينا، د سولې مالکيت او رهبري د افغان حکومت په لاس کې ده او په مذاکراتو کې به مذاکره کوونکی ټيم د افغانستان د خلکو بنسټيز حقونه په پام کې ونيسي.
بلخوا جمهور رئيس غني خپله دوهمه مشورتي غونډه د هېواد د قول اردو ګانو له قوماندانانو سره وكړه او ويې ويل، له افغانستانه د شاوخوا څلورو زرو امريکايي سرتېرو وتل به پر وضعيت هېڅ ډول اغېز ونه کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د راپورونو پر بنسټ، د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه وروستۍ شوې او د روانې فبروري مياشتې تر پايه به لاسليك او وروسته به بين الافغاني مذاكرات پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA