ads

د رڼتيا څار بنسټ: حکومت بايد رسنۍ او خلکو ته ځواب ويونکی وي

اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي د حکومت او اړوند بنسټونو ترمنځ تازه رامنځته شوي جنجال ګڼ غبرګونونه را پارولي دي. تر هغه وروسته، چې د لسګونو رسنيزو بنسټونو لخوا د افغانستان حکومت د اطلاعاتو پر محدوديت تورن شو، اوس بېلابېل بنسټونه د رسنيو په ملاتړ را ولاړ شوي دي. د روڼتیا څار بنسټ وايي، اطلاعاتو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 سلواغه 1398
د رڼتيا څار بنسټ: حکومت بايد رسنۍ او خلکو ته ځواب ويونکی وي

اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي د حکومت او اړوند بنسټونو ترمنځ تازه رامنځته شوي جنجال ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.
تر هغه وروسته، چې د لسګونو رسنيزو بنسټونو لخوا د افغانستان حکومت د اطلاعاتو پر محدوديت تورن شو، اوس بېلابېل بنسټونه د رسنيو په ملاتړ را ولاړ شوي دي.
د روڼتیا څار بنسټ وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اوسني وضعيت خورا اندېښمن دی او د افغانستان حکومت بايد ځواب ويونکی دريځ غوره کړي.
د ياد بنسټ اجرايوي مشر سيد اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، د حکومت په کچه ځينې دولتي بنسټونه له بهرنيو رسنيو سره مرکې کوي؛ خو خپلو کورنيو رسنيو ته اطلاعات نه ورکوي.
نوموړي وويل، حکومت بايد رسنۍ او خلکو ته ځواب ويونکی وي او داسې فکر ونه کړي، چې خلک په هېڅ هم نپوهېږي.
دوه ورځې وړاندې لسګونو رسنيو له دې کبله احتجاج وکړ، چې ګواکې د افغانستان د حکومت لخوا رسنيو ته د اطلاعاتو پر ورکولو محدوديتونه لګول شوي دي.
د رسنيو تر دغه اعتراض وروسته د افغانستان حکومت هم ډېر ژر غبرګون وښود او ژمنه يې وکړه، چې د رسنيو دغه ستونزه به حل شي.
د استراټيژيکو اړيکو په برخه کې د جمهور رييس غني سلاکار وحيد عمر وويل، د رسنيو له دغه اعتراض څخه مرور نه دی.
د معلوماتو پر سر د حکومت او رسنيو ترمنځ دا جنجالونه په داسې مهال زياتېږي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ځخه د تعبير څرنګوالي هم ګڼې ستونزې جوړې کړي دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون يو چارواکی ارباب وايي، رسنۍ دغه قانون سم نه تعبيروي او هره خبره د اطلاعاتو په مانا نه ده.
خو بل پلو د رونټيا څار بنسټ اجرايوي مشر سيد اکرام افضلي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون دغه څرګندونې په کلکو ټکو غندي او وايي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه داسې تعبير مزخرف او بې عقلانه دی.
اطلاعاتو ته نه لاسرسی په افغانستان کې د خبريالانو او عامو وګړو تر ټولو ژوره او اساسي ستونزه ده، چې تل يې ورځينې شکايتونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA