ads

په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۲۵۹ ته ورسېد

د چین د روغتیا کمېسیون خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۲۵۹ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۲ زره کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي. ویل کېږي، چې دغه نوی راپیدا شوی ویروس د چین هېواد په ووهان ښار کې د غیرقانوني خوړو له لارې پیدا شوی دی. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 سلواغه 1398
په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۲۵۹ ته ورسېد

د چین د روغتیا کمېسیون خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۲۵۹ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۲ زره کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه نوی راپیدا شوی ویروس د چین هېواد په ووهان ښار کې د غیرقانوني خوړو له لارې پیدا شوی دی.
کرونا ویروس داسې ناروغي ده چې تر ډېره د تنفسي سیسټم او لمس کولو له لارې له یو انسان څخه بل انسان ته لېږدول کېږي، چې له همدې کبله یې مخنیوی ناشونی دی.
د چین په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې هم د دغه ویروس نښې لیدل شوې دي.
تازه د اسپانیا د روغتیا وزارت دغه هېواد ته د کرونا ویروس د خپرېدو خبر ورکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون له یوه اوږد بحث وروسته د دې ناورغۍ په اړه په نړۍ کې بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ.
دغه سازمان تر هغه وروسته نړیوال بیړنی حالت اعلان کړ، چې پر چین سربېره، په۲۰ نورو هېوادونو کې هم د دغه ویروس نښې ولیدل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA