د ارزګان یوې باوري دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وویل، چې تېره شپه ۱۲بجې لسګونه وسله والوطالبانو د ترینکوټ ښار اړوند نچین نومي سیمه کې پر امنیتي پوستي برید وکړ، چې پرمهال يي دیادې پوستې د قوماندان په ګډون ۸ پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
سرچینه زیاتوي، چې یاده پوسته د وسله والوطالبانو له خوا تر نیولو وروسته سوزول شوې ده.
بلخو د ارزګان ولایت سرپرست امنیه قوماندان سردار محمد حیا هم د تېرې جګړې او دواړو خواو ته اوښتې مرګ ژوبله مني، خو وایي چې د یادو بریدونو پرمهال وسله والوطالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتي.
وسله والو طالباهم تر اوسه د دې پېښې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.