راپورنه وایي، د سوډان په پایتخت خرطوم ښار کې پرونه درنه چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې اووه کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.
د راپورونو له مخې، دا پېښه د یو لاسي بم د چاودنې له کبله رامځته شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې په اړه نور جزیات نه دي څرګند شوي او د یاد هېواد امنیتي ځواکونه یې په اړه د پلټنو خبر ورکوي.
د پېښې مسولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی