د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۰ کسان د مختلفو جرمونو په تړاو د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، په نیولو شوو کسانو کې د تروریستي بریدونو پلانوونکي، په هرات کې پر یو هوټل د برید عاملین او د ملي اردو د یو سرتیري ترورکوونکی شامل دي.
په یو بل خبر کې راغلي چې د یاد ولایت د احوالو نفوس په اداره کې درې کسان د اسنادو د جعل په تور ونیول شول.
د فرهاد په خبره، دغه کسان له اسنادو او درېیو جعلي پېژندپاڼو سره یوځای امنیتي ځواکونو نیولي دي.
ده همدارنګه زیاته کړه، چې ملي امنیت ځواکونو په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو له لوري درې کړۍ خښ شوي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.