د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون افغان ځواکونو د ګرشګ ولسوالۍ په سیدانو سیمه کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو درې ډیپوګان په نښه کړل.
سرچينه زياته وي، چې په يادو د درېیو ډیپوګانو کې شپیته کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه، دوه فیره د ډي سي توپ مرمۍ،۷۰۰ کیلو چاودیدونکي توکي، شپیته متره فریم کاټ او سل دانې د ماینونو کانچې له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښولې