د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د اندوخوی ولسوالۍ په خانقاه کلي یو کور ته تر ننوتلو وروسته د یادې کورنۍ پر غړو ډزې کړې دي.
د نوموړي وینا، په یاده پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې پېښې په تړاو تبصره نه ده کړې.