د اوکراین جمهور رییس او د کاناډا لومړي وزیر د ایران له خوا د اوکراین په ویشتل شوې الوتکه کې د وژل شوو کسانو لپاره د انصاف غوښتنه وکړه.
د اوکراین جمهو رییس ویلادمیر زېلنیسکي پر خپل فېسبوک پاڼه په یو پیغام کې د ایران له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دې پېښه کې ښکېل کسان محاکمه کړي.
نوموړي تر دې وړاندې د فرانسې له جمهور رییس ایمانویل ماکرون سره په دې تړاو خبر وکړې او د دوی تر منځ هوکړه شوې، چې فرانسوي کارپوهان به د غورځېدلې الوتکې توربکس پرانیزي او د الوت ریکارډ به وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو پرون په تېروتنه کې د دغې الووتکې پر ویشتلو اعتراف وکړ.
په هغه پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان ووژل شول.