ads

په ننګرهار کې زراغتي ځمکې د استوګنې په کورونو بدلېږي

ننګرهار، چې د هېواد یو له زراعتي ولایتونو شمېرل کېږي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ځمکو پر غصب سربېره پر کرنیزو ځمکو یې د استوګنې د کورونو جوړېدو لړۍ په چټکۍ روانه ده. ننګرهار میشتي اندېښمن دي، چې په دغه ولایت کې زرعتي ځمکې له منځه تلونکي دي او که حکومت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 مرغومی 1398
په ننګرهار کې زراغتي ځمکې د استوګنې په کورونو بدلېږي

ننګرهار، چې د هېواد یو له زراعتي ولایتونو شمېرل کېږي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ځمکو پر غصب سربېره پر کرنیزو ځمکو یې د استوګنې د کورونو جوړېدو لړۍ په چټکۍ روانه ده.
ننګرهار میشتي اندېښمن دي، چې په دغه ولایت کې زرعتي ځمکې له منځه تلونکي دي او که حکومت یې مخنیوی ونه کړي، کرنیزې ځمکې به په بشپړ ډول له منځه لاړې او خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
دوی پر حکومت نیوکه کوي، چې د ځمکو پر غصب سربېره په دې نه دی توانیدلي، چې په ښار او ولسوالیو کې پر زراغتي ځمکو د استوګنې د کورونو د جوړېدو مخنیوی وکړي.
ځینې نور بیا له دولت غوښتنه کوي، چې له پاکستانه راستانه شوو کډوالو او داخلي بېځایه شوو ته که په شاړو ځمکو او د ښتو کې د استوګنې نومرې ورکړل شي، د روانې ناخوالې مخه تر یوې اندازې نیول
د کرنیزو چارو پوهان هم پر زراعتي ځمکو د استوګنې د کورونو جوړېدل د هېواد د کرنې کمزوري کېدو لپاره لوی ګواښ بولي.
د زراعت کارپوه عبدالحسیب بشیري وایي، په هېواد کې دوګړو نفوذ ورځ تلې بلې مخ په زیاتېدو دی او که د زراعتي ځمکو سمه ساتنه او پالنه ونشي، اندیښمن دی چې د هېواد راتلونکی نسل به د لوږې له ګواښ سره مخ شي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین هم پر زراعتي ځمکو د کورونو جوړېدو اندېښمن کړي دي او وایي، پر کرنیزو ځمکو د استوګنې د کورونو جوړېدل به پر زراعت منفي اغیز ولري.
د ننګرهار د کرنې اومالدارۍ رییس ضمیر بهسودی وایي، په دې برخه کې یې کرونده ګرو ته عامه پوهاوی ورکړی او هم یې د ولایت په کچه یو کمېسیون ټاکلی، چې پر زراعتي ځمکو د کورونو د جوړوېدو مخنیوی وکړي.
په ننګرهار نه یوازې دا چې زراعتي ځمکې د استوګنې پر کورونو بدلیږي، بلکې په دغه ولایت کې یو شمېر نورې دولتي ځمکې د غصب له ګواښ سره مخ دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA