د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست تسلیم شوي طالبان نن د یو خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل دې غونډې ته وویل، چې د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو شل طالب وسله وال، چې تر دې وړاندې یې په خوږیاڼو، مومندرې او چپرهار ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه کول، افغان حکومت ته تسلیم شول.
تراوسه طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.