ads

په هرات کې پنځه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول

د هرات امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د هوایي ځواکونو په برید کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، چې د ملي اردو ځواکونو په هوایي برید کې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان ووژل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 مرغومی 1398
په هرات کې پنځه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول

د هرات امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د هوایي ځواکونو په برید کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، چې د ملي اردو ځواکونو په هوایي برید کې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه برید د دې ولسوالۍ په سیاکمرک سیمه کې د طالبانو پر موټر شوی دی.
بلخوا، ښاغلی فرهاد د هرات ـ غور پر لویه لاره د طوفان هریرود په نوم په پیل شوو عملیاتو کې وسله والوطالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د یادولو وړ ده، چې د طوفان هریرو په نوم دغه عملیات تېره اونۍ د دې لارې د امنیت ټینګېدو په هدف پیل شول.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA