ads

د افغانستان د سولې او ټاکنو بې ‌برخلیکي

داسې ښکاري چې د افغانستان د ټاکنو د پایلو او د سولې بهیر بې ‌برخلیکي ګام په ګام مخته روان درومي. د انتخاباتو په رابطه ولیدل شول، چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د جمهوري ریاست ټاکنو لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته انتخاباتی ټیمونو د شکایتونو کمېسیون ته په درېیو ورځو کې شاوخوا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 مرغومی 1398
د افغانستان د سولې او ټاکنو بې ‌برخلیکي
ټاکنې

داسې ښکاري چې د افغانستان د ټاکنو د پایلو او د سولې بهیر بې ‌برخلیکي ګام په ګام مخته روان درومي.
د انتخاباتو په رابطه ولیدل شول، چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د جمهوري ریاست ټاکنو لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته انتخاباتی ټیمونو د شکایتونو کمېسیون ته په درېیو ورځو کې شاوخوا ۱۶۵۰۰شکایتونه وسپارل.
په پیل کې داسې نه انګېرل کېده، چې په دومره لوی شمېر کې به شکایتونه ثبت شي، ځکه ګمان داسې و چې ټاکنې بایومټریک وې او ښایي درغلیو ته پکې ځای نه‌ وي پاتې شوی، خو په پای کې په دومره لوی شمېر د شکایتونو ثبتول د خلکو لپاره حیرانونکې وه.

د شکایتونه کمېسیون څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، د جمهوري ریاست ټاکنو په تړاو شکايتونه دومره ډېر دي چې څېړنه يې ښايي په ټاکلې موده کې شونې نه‌ وي. خو تازه په تازه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه چارواکي اټکل کړی، چې ښایي د جمهوري ریاست ټاکنو په تړاو دوی ته د سپارل شوو شکایتونو تر نیمایي له اسنادو پرته د ادعاوو بڼه ولري. د دغه کمېسیون د ثبت او تصنیف مسول مسعود شمس ویلي، ډېری دغه شکایتونه تش یوه پاڼه ده چې د یوې یا بلې ټاکنډلې له خوا وړاندې شوي دي.
دغه شکایتونه د جمهوري ریاست ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته تر ډېره د څلورو انتخاباتي ټیمونو له خوا وړاندې شوې دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، ډېری شکایتونه یې له ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو ترلاسه کړي دي. د دوی په وینا، لا هم په یو شمېر ولایتونو کې ډلبندي روانه ده او یوازې د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې څیړنیز بهیر پیل شوی دی.
د قانون له مخې د شکایتونو څېړلو ولایتي دفترونه یوازې ۱۵ورځې وخت لري، چې دا شکایتونه وڅېړي او پریکړه وکړي؛ خو چارواکي وايي شکایتونو ته په کتو ښايي د څېړلو موده وغځیږي.
په ټوله کې د افغانستان د ۲۰۱۹م کال د جمهوري ریاست ټاکنو له پایلو بیا هم داسې انګېرل کېږي چې ګواکې دا ټاکنې به هم بالاخره د ۲۰۱۴میلادي کال د جمهوري ریاست ټاکنو دویمه بڼه وي او یا په اصطلاح د هماغې لړۍ یوه نوې سناریو به وخیژي.
په مجموعه کې له تېر یو کال راهیسې د افغانستان دوې مسلې «سوله او ټاکنې» د رسنیو سرخطونه جوړوي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې لیکلي چې د ژمي په رارسېدو سره افغانان په افغانستان کې د سولې مذاکراتو د ترینګلي وضعیت او سیاسي بې ‌برخلیکۍ سخت احساس کوي.
ورځپاڼې لیکلي، که ټولې خبرې ته ځير شو، ټاکنو او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې افغانستان د بې ‌برخلیکۍ لور ته بېولی دی.
د ډیسمبر میاشتې په اوږدو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې بېرته پیل شوې، خو اوس داسي ویل کېږي چې طالبان توافق ته د رسېدو بیړه نه ‌لري او بل لور ته داسې ښکاري چې سپينه ماڼۍ له افغانستان څخه د ۴۰۰۰ سرتېرو د ایستلو په برخه کې موافقه ده.
د واشنګټن پوسټ په وینا، له بلې خوا د ټاکنو د لومړیو پایلو پر اساس جمهور رییس غني پنځوس جمع یو رایې تر لاسه کړې، خو د زرګونو شکایتونو ارزونه به څو اوونۍ وخت ونیسي.
بل پلو اجراييه ریس عبدالله عبدالله او د ښاغلي غني سیال ویلي چې د ټاکنو لومړي نتایج نه‌مني.
اوس داسې ګومانونه مطرح دي چې ښايي د زرګونه رایو باطلېدو په صورت کې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي او دویم پړاو ټاکنې هم معلومه نه‌ده چې څه وخت به کېږي؟ ځینې اټکلونه دي، که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، ښايي په راتلونکي پسرلي کې وشي.
په ټوله کې له موجوده وضعیت څخه داسې نتیجه اخلو چې د ټاکنو پایلې او د سولې او جګړې بهیر له بن ‌بست سره مخامخ دي او د دغه بن بست د ماتولو لپاره کومه څرګنده او روښانه لاره نه ‌ترسترګو کېږي او دا پوښتنه را مطرح کېږي چې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنو پایلې او د سولې بهیر به تر کومه د خپل نامعلوم او مبهم برخلیک پر لوري مزلونه کوي او ملت به تر څه وخته پوره د بې‌برخلیکۍ او سیاسي ترینګلتیا قرباني وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA