ads

د خوړو نړیوال سازمان په پکتیکا کې له ۱۴۰۰ بېوزله کورنیو سره مرسته وکړه

په پکتیکا کې د خوړو نړیوال سازمان استازي نیک محمد کلید ته وویل، د دغه ولایت په مرکز ښرنه او ارګون ولسوالۍ کې يي له ۱۴۰۰ بې وزله کورنیو او معیوبو کسانو سره د لومړنیو خوراکي توکیو مرسته وکړه. هغه څرګندوي، چې په مرسته شوو توکو کې ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۵ لېټره غوړي ، ډال […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 مرغومی 1398
د خوړو نړیوال سازمان په پکتیکا کې له ۱۴۰۰ بېوزله کورنیو سره مرسته وکړه

په پکتیکا کې د خوړو نړیوال سازمان استازي نیک محمد کلید ته وویل، د دغه ولایت په مرکز ښرنه او ارګون ولسوالۍ کې يي له ۱۴۰۰ بې وزله کورنیو او معیوبو کسانو سره د لومړنیو خوراکي توکیو مرسته وکړه.
هغه څرګندوي، چې په مرسته شوو توکو کې ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۵ لېټره غوړي ، ډال او ځیني نور لومړني د اړتیا وړ توکي شامل دي.
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغوونې او پراختیا رییس انجنېر مومن افغان وايي، د مرسته اخیستونکو کورنیو ټاکنه د دوی د ریاست اړوند د کلیو پراختیايي شوراګانو له لوري په عادلانه ډول شوې ده.
نوموړي وویل، چې ۱۴۰۰ يې ټولې هغه کورنۍ دي چې اقتصادي وضعیت يي خورا کمزوری او د دا ډول مرستو اولنی حقداران دي.
پر همدې مهال یو تن د مرستې ترلاسه کوونکي امین الله له کلید سره په خبرو کې وویل، اقتصادي حالت يي خراب دی او دا ډول مرستو ته جدي اړتیا لري.
هغه څرګندوي، چې باید نورې مرستي هم ورسره وشي او د کورنیو په ټاکنه کې دقت وشي، تر څو اړمنو خلکو ته ورسېږې.
یاده دې وي، چې په لومړي ځل د خوړو نړیوال سازمان له لوري په پکتیکا کې له بې وزله او اړمنو خلکو سره د خوراکي توکیو مرستو کیږې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA