ads

د ډېرو شکایتونو څېړنه، ډېر دقت اړتیا لري

نن د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د بېلابېلو ټاکنیزو ټیمونو له خوا د ثبت شوو شکایتونو ارزونه پیلوي. د خپرو شوو شمېرو له مخې د شکایتونو کچه ډېره لوړه ده او دقیق ارزول يې زیات وخت ته اړتیا لري، خو وبه لیدل شي چې پوره دقت او شفافیت ته په پام د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 مرغومی 1398
د ډېرو شکایتونو څېړنه، ډېر دقت اړتیا لري
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون

نن د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د بېلابېلو ټاکنیزو ټیمونو له خوا د ثبت شوو شکایتونو ارزونه پیلوي. د خپرو شوو شمېرو له مخې د شکایتونو کچه ډېره لوړه ده او دقیق ارزول يې زیات وخت ته اړتیا لري، خو وبه لیدل شي چې پوره دقت او شفافیت ته په پام د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په څومره وخت کې دا شکایتونه ارزوي؟
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا وروستي خپاره شوي ارقام ښيي، چې د ټاکنیزو ټیمونو له خوا شاوخوا ۱۶۵۰۰شکایتونه ورته رسېدلي دي.
د یاد شمېر شکایتونو ډېره برخه د ثبات اوهمپالنې ډلې ثبت کړې ده. د دې ډلې له ارقامو ښکاري چې ۷۹۸۰ شکایتونه يې دغه کمېسیون ته سپارلي دي.
د دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې هم ډېر شکایتونه ثبت کړي، چې شمېر یې ۳۷۶۱ ته رسېږي.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څه باندې دوه زره شکایتونه کمېسیون ته سپارلي دي.
د شکایتونو د شمېر دا کچه وار له مخه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار يو څه له ستونزو سره مل څرګندوي، ځکه ټول په دې پوهېږي چې په دومره شمېر شکایتونو ته رسېدنه، هم زیات دقت او هم زیات وخت ته اړتیا لري. خو دا چې یاد کمېسیون به د ټولو خواوو د قانع کولو لپاره څرنګه دغه شکایتونه ډلبندي او بیا هغو ته رسېدنه وکړي، یوه پوښتنه ده، چې یاد کمېسیون به يې د خپل کار او ارزونې په بهیر او په پای کې ځواب کړي.
په داسې حال کې چې ټول خلک، ټاکنیزې ډلې، ملي او نړیوال بنسټونه د انتخاباتي بهیر په روڼتيا ټینګار کوي. تېرو ټاکنو او د ټاکنو روان وروستي بهیر ته په کتو چې انتخاباتي کمېسیونونه د بېلابېلو لورو او ټکټونو له خوا تر فشار لاندې راغلي، دا اندېښنه شته چې پر فشارونو تکیه کول به د ټاکنیزو شکایتونو د بې پرې ارزونې پر بهیر ناوړه اغېزه وکړي. له دې کبله په عامه کچه تمه دا ده چې ټاکنيزې ډلې د ټاکنیزو شکایتونو د سمې او دقیقې ارزونې لپاره باید د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون فشار رانه‌وړي. ځکه ټول پوهېږي، دغه فشارونه چې له هر لوري وي، د سلیقوي، ټيمي او شخصي ګټو پر بنیاد به وي. دوی باید پرې ږدي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپلو ارزونو په بهیر کې تور له سپین څخه جلا او کوټلې او د قناعت وړ پایله راوباسي.
ډېری په دې باور دي، چې ټاکنیزې ډلې تر هغه وخته چې یو بهیر يې په ګټه روان وي، پر شته نیمګړتیا سترګې پټوي، خو کله چې خپلې شخصي، ټيمي او سلیقوي ګټې په خطر کې ويني، د بهیرونو د ګډوډولو هڅه کوي او په اصطلاح د اعتراض غږ يې ان تر اسمانه رسېږي.
د ولس تمه دا ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په کم وخت کې د ارزونې پروسه په دقت سره پای ته ورسوي او د لومړنیو پایلو د اعلان په څېر څه کم درې میاشتې وخت ورباندې تېر نه‌کړي.
که چېرته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلو چارو ته پرېښودل شي او فشار پرې ونه ساتل شي، ثبت شوي شکایتونه به په ۱۵ورځو کې په ولایتي کمېسیونونو کې وڅېړل شي او پایله به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته واستول شي. خو که پر هغې پرېکړې څوک کومه نیوکه ولري، د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون نه تر درې ورځو پورې د استیناف غوښتنه کولای شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا ۱۵ ورځې نور وخت اخلي، څو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي. چې دا ټول وخت کابو څلوېښت ورځو ته رسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA