ads

په خوست کې یو بزګر د نجونو ښوونځي لپاره دوه جریبه ځمکه ورکړه

وکیل شاه خان د خوست تڼيو ولسوالۍ د دورملکې سیمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، د ده لپاره ځمکه ارزښت نه لري، بلکې دا ورته مهمه ده، چې د سیمې نجونې او هلکان یې با سواده شي. هغه وايي، په یاده سیمه کې د نجونو لپاره ښوونځي نه و او زده کوونکو به تر شنه اسمان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 لیندۍ 1398
په خوست کې یو بزګر د نجونو ښوونځي لپاره دوه جریبه ځمکه ورکړه

وکیل شاه خان د خوست تڼيو ولسوالۍ د دورملکې سیمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، د ده لپاره ځمکه ارزښت نه لري، بلکې دا ورته مهمه ده، چې د سیمې نجونې او هلکان یې با سواده شي.
هغه وايي، په یاده سیمه کې د نجونو لپاره ښوونځي نه و او زده کوونکو به تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې، چې دا حالت د ده لپاره خورا ځورونکی و.
د وکیل شاه خان دغه مینه او حسان بې پایلې نه وو. د خپلو هڅو او ملي احساس له کبله یې پوهنې ریاست هم دې ته اړکړی و، چې په دې سیمه کې د نجونو لپاره د ده لخوا په ورکړل شوې، ځمکه یو ښوونځی اباد کړي، چې اوس یې عملا کارونه روان دي.
هغه نه یوازې د دې قیمتي ځمکې د ورکړې قرباني ورکړې، بلکې له خپلو بچیانو سره هره ورځ دې ښوونځي ته راځي او په روانو ساختماني کارونوکې یې په پوره صداقت برخه اخلي.
د وکیل شاه خان زوی اسدالله ته هم د زده کړې او پوهې قدر ورمعلوم دی. هغه وایي، که نجونې بې تعلیمه پاتې شيو نو راتلونکی نسل او کورنۍ یې هم بې زده کړې پاتې کېږي.
وکیل شاه خان وایي، که دولت وغواړي چې په دې سیمه کې نورې ټولګټې پروژې پلې کړي، دی چمتو دی چې خپله نوره ځمکه هم د دولت په واک کې ورکړي.
د نوموړي دغه ګام پر خواله رسنیو هم ستایل شوی دی. ډېری فعالانو او د خواله رسنیو کارکوونکو وکیل شاه خان د پوهنې او رڼا اتل بللی دی.
د نوموړي خپله هم اقتصادي وضعه دومره ښه نه ده، خو وایي خوښ په دې دی، چې د تیارې په مقابل کې ولاړ دی او د خپلې سیمې راتلونکي نسل ته د پوهنې په برخه کې یو نیک ګام پرېږدي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA