افغان ځواكونو په هلمند كې د تصفيوي عملياتو په مهال پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات تېره ورځ د طالبانو د ځپلو په هدف د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو كې درې طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي او يو شمېر سيمې يې له شتونه پاكې شوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د امنيتي سرتېرو د انجنيرۍ ټيم د دښمن ۲۳ كړۍ ماينونه كشف او له منځه يووړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.