ads

جمهور رییس غني د فساد قضیو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني هيله څرګندوي، چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مركز د لوړ رتبه چارواكو د فساد د نېږدې ۷۰ قضيو دوسيې نهايي كړي. هغه نن په ارګ كې د فساد په وړاندې د مبارزې کلني کنفرانس ته وويل، له فساد سره د مبارزې په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 لیندۍ 1398
جمهور رییس غني د فساد قضیو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني هيله څرګندوي، چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مركز د لوړ رتبه چارواكو د فساد د نېږدې ۷۰ قضيو دوسيې نهايي كړي.
هغه نن په ارګ كې د فساد په وړاندې د مبارزې کلني کنفرانس ته وويل، له فساد سره د مبارزې په برخه كې د بريا لپاره د دولت او مدني بنسټونو دوامدار او هدفمند كار او د خلكو پراخ ملاتړ ته اړتيا ده.
جمهور رئيس غني له مدني ټولنو وغوښتل، چې د فساد په وړاندې د مبارزې كمېسيون د كانديدانو لېست ژر تر ژره بشپړ كړي.
د هېواد جمهور رئيس د كورنيو چارو وزارت ته امر وكړ، چې د عامه نظم پوليسو د پخواني قوماندان زمري پيكان په ګډون هغه كسان ژر تر ژره ونيسي، چې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا محكوم شوي دي.
په هېواد كې له فساد سره د مبارزې په برخه كې پر لوړ لګښت سربېره لا هم دا پديده په دولتي ادارو كې د يوې لويې ستونزې په توګه موجوده ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA