د غزني ولایت د رسنیو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ناپېژندو وسله والو نن سهار مهال د دغه ولایت د شهیدانو او معلولانو سرپرست امر نصر الله «سیاسي» په ډزو وژلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند (په درېیم پلان) سیمه کې رامنځته شوې او برید کوونکي هم په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترور پېښې ډېرې شوې، چې افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.