ads

د ولسي جرګې غړي د کابل اوسنۍ ککړې هوا سخت اندېښمن کړي

د ولسي جرګې په نننۍ غونډې کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا په تړاو جدي اندېښنه څرګنده شوه او د دوی په خبره، که یې مخنیوی ونه شي، ناوړه پایلې به ولري. د ولسي جرګي غړی سید احمد سیلاب وایي، د کابل د ککړې او خرابې هوا له کبله ډېری کابل ښاریانو ته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لیندۍ 1398
د ولسي جرګې غړي د کابل اوسنۍ ککړې هوا سخت اندېښمن کړي
د کابل ښار ککړه هوا

د ولسي جرګې په نننۍ غونډې کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا په تړاو جدي اندېښنه څرګنده شوه او د دوی په خبره، که یې مخنیوی ونه شي، ناوړه پایلې به ولري.
د ولسي جرګي غړی سید احمد سیلاب وایي، د کابل د ککړې او خرابې هوا له کبله ډېری کابل ښاریانو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا شوې دي.
دی زیاتوی، د کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ادارې تر اوسه د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي، که یې کوم ګامونه پورته کړي هم دي، خو داسې پایله یې نه ده ورکړې، چې د کابل هوا ورسره پاکه شي.
د ولسي جرګي یو بل غړي خان اغا رضایي هم وویل، چې هر کال د خرابې او ککړې هوا له کبله شاوخوا ۲زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په ورته مهال د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني هم د کابل ښار د ککړې هوا په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چې په ککړه هوا کې د تروریزم په پرتله ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بلخوا، روغتیاپال ډاکټر محب الله زغم هم وایي، ککړه هوا د انسان په ډېرو سیستمونو ناوړه اغیزه لري.
د ده په خبره، ککړه هوا د سږو، ساه لنډۍ، سینه بغل او حتا د سږو سرطان په څېر ناروغۍ رامنځته کوي.
څه موده وړاندې پر چاپېریال ساتنې د څار سازمان ویلی و، چې د هوا ککړتیا په افغانستان کې له جګړې زیات انسانان وژني.
دا په داسې حال کې ده چې په ودانیو او ټرانسپورتي وسایلو کې د غیر معیاري سون توکو کارول، وچ او باد لرونکی اقلیم، د خاورو د کچي ډېروالی، د شنو سیمو او ونو لږوالی او د کثافاتو راټولولو کمزوری سیسټم د هوا د ککړتیا عوامل بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA