په شمال ختيځ زون کې يو شمېر امنيتي سرچينې وايي، په کندز کې د افغان ځواکونو پر يوې پوستې د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې ۱۱ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د کندز د ولايتي شورا يوه غړي صفي الله اميري رسنيو ته ويلي، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې طالبانو د افغان ځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړ، چې په پايله کې يې دغه تلفات رامنځته شوي او ځينې امنيتي سرتېري لادرکه دي.
بلخوا په شمال ختيځ زون کې د ۲۱۷ پامير قول اردو وياند عبدالهادي جمال وايي، هلته د نښتې په مهال ۲۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ژوبل دي.
نوموړي افغان سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې تېره شپه يې د كندز د مركز په باغ ميري سيمه كې يوه پوسته نيولې، نهه امنيتي سرتېري يې وژلي او شپږ تنه نور يې نيولي دي.
کندز د هېواد هغه ناامنه ولايت دى، چې طالبان يې په يو شمېر ولسواليو کې پراخ فعاليت لري او خت ناوخت پر افغان ځواکونو بريدونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ