که څه هم تر دې وړاندې مسولينو د کوکنارو او نشی توکو د کرکيلې پر مخنيوي ټينګار کړي، خو داځل د ارزګان امنيه قوماندان ګواښ وکړي، که هرچا په خپله ځمکه کې کوکنار وکرل، کښته به يې واړول شي او له کروندګر سره به قانوني چلند وکړي.
امنيه قوماندان پرداسي مهال کروندګرو ته خبردارۍ ورکوي، چې په دغه ولايت کې اوسنۍ موسم د کوکنارو د کرلو دي.
هغه وايي، د ټولو هغو سیمو کوکنار به له منځه یو شي، چې د دولت ترکنټرول لاندي دي.
ارزګان د افغانستان هغه ولایت دی، چې ډېر کوکنار پکې کرل کېږي.
په دغه ولايت کې تېر کلونه هم چارواکو د کوکنارو پر مخنيوي ټينګار کړي و، خو په هغه ډول چې اړتياوه، د نشه یی توکو مخنيوي نه دی شوی.
د ارزګان مدني فعالان او د نظر خاوندان د امنيه قوماندان له دغه ډول خبرداري څخه هرکلي کوي اوزياته وي چې په ارزګان کې د جګړې اوږدېدو يو لامله د نشی توکو توليد دي.
په ارزګان کې د ځوانانو پارلمان مسول غلام نبي شجاع له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د کرندګرو لپاره دې د کوکنارو بديل ولټول شي.
هغه زياته وي، که د کروندګرو حاصلاتو لپاره بازار موندنه وشي او د کوکنارو بدیل ورته ولټول شي، نو کروندګر به خپله د کوکنارو له کرکيلي څخه لاس پر سر شي.
د ارزګان کرهني مالداري اوبولګولو رياست مسولين وايي، دوی د پخوا په پرتله اوس په دغه ولايت کې د کروندګرو لپاره په ډېرو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړې دي او هڅه کوي چې د کروندګرو د حاصلاتو په برخه کې له ډېرو عصري وسايلو څخه ګټه پورته کړي.
د ارزګان ۸۰ سلنه اوسېدونکي په کرهنه او مالداري بوخت دي اوله دې لاري څخه خپله روزي په لاس راوړي.
په ټولو کې د کروندګرو غوښتنې دادي، چې د حاصلاتو د ښه کولو په برخه کې يې لاسنيوي وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ