ads

په کابل ښار کې د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر کارکوونکو موټربم برید وشو

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار ۷ بجې او ۲۵ دقیقې د ورلډګارډ امنیتي کمپنۍ پر لنډکروزر موټر د ټونس ډوله موټر بم چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، په وژل شوو او ټپیانو کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 لړم 1398
په کابل ښار کې د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر کارکوونکو موټربم برید وشو

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار ۷ بجې او ۲۵ دقیقې د ورلډګارډ امنیتي کمپنۍ پر لنډکروزر موټر د ټونس ډوله موټر بم چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، په وژل شوو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
دی څرګندوي، چې په دغه برید کې د یادې کمپنۍ څلور کار کوونکي هم ټپیان شوي.
د کورنیو چارو وزارت هم پېښه منلې او وایي، د پېښې ټول قرباینان ملکي وګړي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA