راپورنه وایي، نن سهار د اسراییل دولت د فلسطین پر غزه تړانګه تازه هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
د یادو بریدونو له کبله پر ځاني زیانونو سربېره، مالي زیانونه هم اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د غزې پر تړانګه د اسراییلو په برید کې د اسلامي جهاد غورځنګ مشر بها ابو عطا ووژل شو.
د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ يو سياسي سازمان دى، چې هدف يې د اسراييلي حكومت په وړاندې وسله واله مبارزه ده.