د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې تېره شپه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په درېيمه يو ورځنۍ لوبه كې هم ماتې وركړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ويسټ انډيز لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه، د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې ترسره شوه.
افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۰ منډې هدف وټاكه، خو ويسټ انډيزۍ لوبډلې وركړل شوى هدف په ۴۸ اعشاريه څلور اورونو كې د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او لوبه يې په پنځو وېكټو وګټله.
تر دې مخكې دوه ترسره شوې يو ورځنۍ لوبې هم ويسټ انډيز له افغانستانه ګټلې وې.
د دغو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كېږي.
يادې لوبې به د راتلونكې ډسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې دوام ولري.