د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، له چين سره يې سوداګريزې اړيکې ښې روانې دي او په ورته وخت کې يې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ د پراخېدو په برخه کې د يوې هوکړې غوښتنه وکړه.
نوموړي په دې اړه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې بيجينګ له واشنګټن سره دا ډول هوکړې ته ډېره اړتيا لري.
د ټرمپ په خبره، د چين اقتصاد اوس مهال د تېرو ۵۷ کلونو په پرتله خورا کمزورى شوى او د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو ښه کېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
د امريكا جمهور رئيس هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې متحد ايالتونه به پر چين د ميلياردونو ډالرو لګول شوې تعرفې لغوه کړي.
د چين حکومت تراوسه د ټرمپ د يادو څرګندونو په وړاندې کوم غبرګون نه دى ښودلى.
د بيجينګ او واشنګټن ترمنځ سوداګريزه جګړه په دې وروستيو کې خورا توده شوې ده.