سپينې ماڼۍ تازه اعلان کړى، چې د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ به د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د امريکا له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره وويني.
د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دواړه لوري به په دې ليدنه کې پر مختلفو مسايلو په ځانګړې توګه د ناټو سازمان د دفاعي بوديجې پر ډېرېدو او مساوي وېش خبرې وکړي.
ټرمپ هڅه کوي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه خپله دفاعي بوديجه ډېره کړي.
بلخوا په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې ټرمپ او سټولټنبرګ به له ترهګرۍ سره پر مبارزې، انټرنېټي شبکو او سايبري بريدونو هم وغږېږي.