ads

په پکتیکا کې له ۱۸ ولسوالانو څخه ۱۴ يې سرپرستان دي

د یحيي خېل ولسوالۍ یو تن ځوان رحیم الله کلید ته وویل، په سلګونو مسلکي او تجربه لرونکي ځوانان لرو، خو دولت ورڅخه ګټه نه ده اخېستې. هغه وايي، سرپرست ولسوالان ورسپارل شوی مسولیت په ښه ډول سرته نه شي رسولی او ورځنۍ چاري يي له ستونزو سره مخ وي. د مټاخان د ځوانانو شورا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 لړم 1398
په پکتیکا کې له ۱۸ ولسوالانو څخه ۱۴ يې سرپرستان دي

د یحيي خېل ولسوالۍ یو تن ځوان رحیم الله کلید ته وویل، په سلګونو مسلکي او تجربه لرونکي ځوانان لرو، خو دولت ورڅخه ګټه نه ده اخېستې.
هغه وايي، سرپرست ولسوالان ورسپارل شوی مسولیت په ښه ډول سرته نه شي رسولی او ورځنۍ چاري يي له ستونزو سره مخ وي.
د مټاخان د ځوانانو شورا مشر عبدالقهار همتیار واېي، په ولسوالیو کې د خلکو ستونزو ته نه رسېدنه او د چارو ټکني کېدو لامل سرپرست ولسوالان دي.
نوموړی غوښتنه کوي، هر څومره ژر چې کېږې سرپرستي باید له منځه لاړه شي او داسي کسان د ولسوالانو په توګه پر دندو وګمارل شي، چې د ولس ستونزو ته په رښتیني توګه ځان ورسوي.
د پکتیکا ولایتي شورا غړي عزیز عزیز له کلید سره په خبرو کې وویل، په ډېری ولسوالیو کې داسې کسان اوس مهال د ولسوالانو په توګه دندې پر مخ وړې، چې لومړنۍ زده کړې هم نه لري.
هغه وايې، د ولس او دولت تر منځ د اړیکو ټينګولو وسیله همدا ولسوالان دي، نو حکومت ته په کار ده چې پوه او وړ خلک دغه لوی مسولیت ته ورکړي.
پرهمدي مهال د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی وايي، سرپرستان ډېری يې کم تجربه او نالوستي خلک دي، د ولس او دولت تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې پاتې راغلي او ولسونه يې له کارونو خوښ نه دي.
والي څرګندوي، چې ډېر ژر به دې څه ته د پای ټکی کېږې او د سرپرستي لړۍ به له منځه یوسي.
په پکتیکا کې په داسي مهال ولسوالان او د نورو ریاستونو مسولین په سرپرست ډول خپلي چاري پر مخ وړي، چې په هېواد او پکتیکا کې په سلګونو مسلکي او وړ ځوانان بې روزګاره دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA