ads

په خوست کې د میس عینک اتلانو د بریا جشن په خوښیو بدرګه شو

د شپږیزه کرکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ، چې د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شوې، تېره جمعه د میس عینک زون په بریا سره پای ته ورسېدې. د همدې بریا مراسم تېر مازیګر ناوخته د خوست ولایت د حکیم تڼیوال په پارک کې د ملي لوبغاړو، د کریکټ بورډ مشرانو او دولتي چارواکو له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 تله 1398
په خوست کې د میس عینک اتلانو د بریا جشن په خوښیو بدرګه شو
خوست میس عینک اتلانو د بریا لمانځل

د شپږیزه کرکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ، چې د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شوې، تېره جمعه د میس عینک زون په بریا سره پای ته ورسېدې.
د همدې بریا مراسم تېر مازیګر ناوخته د خوست ولایت د حکیم تڼیوال په پارک کې د ملي لوبغاړو، د کریکټ بورډ مشرانو او دولتي چارواکو له خوا نیول شوي وو.
د بریا یاد مراسم په اتڼونو، ولولو او ډولونو سره د زرګونو خوستوالو له خوا بدرګه شول.
د میس عینک زون کپتان محمدنبي عیسی خېل وویل، د لوبغاړو خواري او د دوی ترمنځ ښه همغږي د دې لامل شوه، چې بریا د میس عینک زون په خپل نوم کړه.
هغه په ورته مهال له خوستوالو مننه وکړه، چې دوی یې ونازول او د بریا یاد مراسم یې په دې ولایت کې ورته ونیول.
په ورته مهال د خوست والي حلیم فدایي وویل، کرکټ یوه ملي لوبه ده، نو همده وجه ده، چې ټول خلک یې مینوال دي او په خبره یې نن ورځ د زرګونو خوستوالو راتګ یې ښه بېلګه ده.
والي فدایي د کرکټ هغه لوبغالی، چې په تڼیوال پارک کې جوړ شوی، د میس عینک زون په نوم کړ.
په عین وخت کې د میس عینک زون مالي ملاتړ کوونکي ضیاالحق وزیرزي وویل، غواړي د کرکټ په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي او ترڅنګ یې د ده په مالي ملاتړ ځوان لوبغاړي پیدا او وروزل شي.
د افغان کریکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ د پیاوړتیا په هدف د شپږیزې په نوم سیالۍ دا شپږم ځل دی، چې ترسره کېږي؛ چې پکې د میس عینک لوبډلې د دویم ځل لپاره د یاد لیګ اتوالي وکټله.
د کریکټ بورډ مشران وایي، په دې شپږیزه سیالۍ کې یې نوي او ځوان لوبغاړي پیداکړل، چې ځینې به یې په ملي لوبډله کې جذب شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA