جمهور رئيس محمد اشرف غني د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودو په مراسمو کې د ګډون په هدف تېر ماخوستن د دغه هېواد پايتخت ټوكيو ته لاړ.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني به د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودو په مراسمو كې پر ګډون سربېره د دې هېواد له چارواكو او د جايكا موسیسې له رئيس کيتواکا سره وګوري.
د سرچينې په وينا، افغان جمهور رئيس به د جاپان د لومړي وزير شينزو ابې له خوا په ترتيب شوې مېلمستيا كې هم ګډون وکړي.
جاپان هغه هېواد دی چې له افغانستان سره پراخه مرستې کوي.