په هلمند كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هوايي بريدونه تېره ورځ د ياد ولايت په نهر سراج ولسوالۍ او د مركز لښكرګاه په دوراهي سيمه كې د طالبانو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د يادو بريدونو په ترڅ كې شپږ طالبان وژل شوي، يو تن ټپي دى او د هغوى يو شمېر سپكې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.