سیګار په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت روانه مبارزه وستایله.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار مشر جان سپکو پرون له جمهور رییس اشرف غني سره په کتنه کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت روانې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د افغان حکومت پر پلې شوو برنامو خوښ دی.
په دغه کتنه کې، چې په ارګ وشوه، جمهور رییس غني وویل، د انکشافي بودجې د مصرف د فیصدۍ لوړولی د حکومت لپاره له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو ښه پرمختګ دی.
د نوموړي په خبره، تر دې وړاندې به له ۵۰ فیصده کمه بودجه لګول کېده، خو اوس دغه رقم ۹۷ فیصده ته لوړ شوی دی.
جمهور رییس غني څرګنده کړه چې د کار کوونکو د استخدام په چارو کې د سیاسي نفوذ مخنیوی، په امنیتي، دفاعي او په عدلي او قضایي برخو کې د غوره اصلاحاتو رامنځته کېدل او د ۹۰۰ میلیونه ډالرو سپما له فساد سره د افغان حکومت ښکاره مبارزه څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د شفافیت د نشت او پراخه فساد له کبله امریکا له افغانستان سره د ۱۶۰ میلیونه ډالرو کړې مرسته لغوه کړه.