ads

په هلمند کې د پنبې حاصلات درې برابره کم شوي

په هلمند کې کرونده ګر هر کال په لسګونه زره مټریک ټنه دانه لرونکې پنبه له خپلو ځمکو په لاس راوړي، خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله د پنبې دانې پر تولید منفي اغېز کړی دی. کروندګر وایي، د مناسب بازار نشتوالی او د بست تصدۍ فابریکې سقوط دوی له مالي زیان سره […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 تله 1398
په هلمند کې د پنبې حاصلات درې برابره کم شوي
پنبه

په هلمند کې کرونده ګر هر کال په لسګونه زره مټریک ټنه دانه لرونکې پنبه له خپلو ځمکو په لاس راوړي، خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله د پنبې دانې پر تولید منفي اغېز کړی دی.
کروندګر وایي، د مناسب بازار نشتوالی او د بست تصدۍ فابریکې سقوط دوی له مالي زیان سره مخ کړي او دا مهال اړ دي، چې د پنبې حاصلات نورو ولایتونو او ان پاکستان ته ولېږدوي.
د دوی په خبره، حکومت د پنبه دانې د پلور لپاره کوم ځانګړی پلان نه لري.
خو د دغه ولایت د کرنې د ریاست مسوولین بیا هم اندېښنه ښيي، چې په هلمند کې د تېرو کلونو په پرتله درې برابره د دانه لرونکې پنبې په کرنه کې کموالی راغلی، خو لامل یې په دغه ولایت کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د بست تصدۍ فابريکې سقوط په ګوته کوي.
دوی وایي، که یاده فابريکه فعالیت پیل کړي، کروندګر به یو ځل بیا د پنبې دانې کرنې ته مخه کړي.
سره له دې چې ولسمشر غني تېر کال هلمند ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې د بست تصدۍ فابریکې د فعالیت لپاره به په درېیو اوونیو کې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړي، خو لا هم دغه پیسې نه دي ورکړل شوې او ویل کېږي چې د فابریکې د منظم پلان نشتوالي له کبله دغه پروسه ځنډېدلې ده.
په ورته وخت کې بیا د هلمند د والي ویاند عمرځواک ډاډ ورکوي، چې د ولسمشر له لوري ژمنه شوې پیسې به د روانې تلې میاشتې په جریان کې بست تصدۍ فابریکې ته وسپاري او یاده فابریکه به له پنځه کلن ځنډ وروسته ځنډ یو ځل بیا له کروندګرو څخه د پنبې رانیول پیل کړي.
دیادلو وړده چې د هلمند د بست تصدۍ فابریکې یو مهال له کروندګرو په زیاته اندازه دانه لرونکې پنبه په ښه بیه رانیوله، چې تر څنګ یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره وه، خو اوس یې د حکومت د نه پاملرنې له کبله فعالیت په ټپه ولاړ دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA