ads

د افغان سولې د خبرو پیلول نه بلکې څرنګوالی مهم دی.

تبصره ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹ د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې د ځنډول شویو خبرو هڅې بیا په پیلېدو ښکاري خو که چېرته په رښتني توګه دا خبرې بیا پيلېږي، په کار ده چې د افغان ولس له خوا د ټاکل شوو سرو کرښو پر بنسټ راپیل او تر هغه مخکې پر يو دایمي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
د افغان سولې د خبرو پیلول نه بلکې څرنګوالی مهم دی.

تبصره ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹
د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې د ځنډول شویو خبرو هڅې بیا په پیلېدو ښکاري خو که چېرته په رښتني توګه دا خبرې بیا پيلېږي، په کار ده چې د افغان ولس له خوا د ټاکل شوو سرو کرښو پر بنسټ راپیل او تر هغه مخکې پر يو دایمي اوربند عمومي او یقيني توافق وشي.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې د سولې د خبرو پر بیا پیلولو خبرې کړې دي.
ورځپاڼه وايي چې زلمي خلیلزاد تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ۷۴ یمي غونډې په څنډه کې هم د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره پر دې غږېدلی چې څنګه د سولې خبرې بیا پیل شي؟
په دې برخه کې د خبرو پیلول ستونزمن نه ښکاري، ځکه د خبرو د بیا پیلولو لپاره د هغه څرنګوالی مهم دی او د مسالې عمده ټکی هم باید همدا وي چې څنګه د سولې خبرې بیا پیل شي.
د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرې چې پوره لس میاشتې وخت ونیو او دواړه خواوې يوې وروستۍ پرېکړې ته هم ورنږدې شوې وې، د سپتمبر په ۷ د کابل په ششدرک کې د هغه برید له کبله چې طالبانو يې مسوولیت ومانه، د دولسو افغان ملکي وګړو ترڅنګ یو امریکايي سرتیری هم په کې ووژل شو، د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس ډونالډ ټرامپ په يو ټویټ وځنډول شوې او بیا امریکا پر طالبانو سخت هوايي بریدونه وکړل. ټرامپ په دې اړه وویل چې په تېرو لسو کلونو کې د داسې بریدونو ساری نه و لیدل شوی.
په تېره موده کې طالبانو د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه او روسیه او پاکستان هغه هېوادونه وو چې د دې خبرو د بیا پیلولو لپاره ټینګار کاوه.
افغانان هم چې د جګړې اصلي قربانیان دي او په تېره موده کې يې د سولې هرې هڅې ته په خوشبینانه ډول هرکلی ویلی، د امريکايي او طالب استازو خبرو ته ډېر لېواله وو، خو هغه لویه تمه يې چې تر هرې بلې مذاکرې مخکې باید اوربند وشي، ترسره نه شوه. دې مسالې افغانان خورا نهیلي کړل ځکه نه یوازې دا چې د خبرو اترو په لسو میاشتو کې کوم اوربند ونه شو، بلکې جګړې لا نورې زورورې شوې او د ګڼو افغانانو وينې يې تويې کړې.
د خبرو له ځنډول کېدو سره که څه هم افغانان خوشاله نه وو، خو د نهه پړاوونو خبرو له ځينو راوتلیو جزیاتو نا ډاډه وو او خواشیني يې په دې وه چې ولې د دې غونډو له جزیاتو نه خبرول کېږي. دې مسالې د عادي افغانانو او هم د مدني ټولنو په کچه دا پوښتنه رامنځته کړې وه چې د معلوماتو نه شریکول دا معنی لري چې ګوندې سوله د دوو طرفونو د ګټو پر سر ده، نه د افغانستان د دایمي ثبات لپاره.
اوس افغانان غواړي چې که چېرته خبرې بیا راپيلېږي، د دوی د غوښتنو پر بنیاد توافق دې رامنځته شي نه د طرفونو د ګټو پر بنیاد، ځکه که پر داسې یوې سولې توافق کېږي، هغه سوله به لانجمنه، نه ترسره کېدونکې او نه پايېدونکې به وي چې د هيڅ یو لوري ګټه به خوندي نه کړای شي.
له دې کبله د افغانانو عمومي غوښتنه دا ده چې د خبرو د بیا پیلولو څرنګوالی باید پر هغه مواردو راټول وي چې د افغانستان د رښتني باثباته کېدو لپاره د افغان ولس ټولې مطرح شوې غوښتنې په کې منعکسې شوې وي، په تېره تر هر څه مخکې یو سراسري او دایمي اوربند چې د راتلونکو پاتې خبرو په نسبت یو ښه ډاډ هم رامنځته کولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA