د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي ووژل شول.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، دا کسان تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه کې د توپچي او هوايي بريدونو په مهال وژل شوي دي.
نوموړى وايي، په دغو بريدونو کې د طالبانو درې موټرونه هم له منځه تللي دي.
اتل زياته كړه، ګډو افغان ځواكونو تېره ورځ د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو كې تصفيوي عمليات کړي، چې په ترڅ كې يې يوه اندازه وسلې او مهات ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.