ads

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره د کېدونکو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن په بنګله دېش کې د يوازينۍ ټېسټ او درې اړخيزو ۲۰ اوريزو لوبو لپاره افغان لوبډلې اعلان كړې. د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره په اعلان شوې افغان لوبډله کې احسان الله جنت، جاوېد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 زمری 1398
د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره د کېدونکو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه
افغان لوبډله

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن په بنګله دېش کې د يوازينۍ ټېسټ او درې اړخيزو ۲۰ اوريزو لوبو لپاره افغان لوبډلې اعلان كړې.
د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره په اعلان شوې افغان لوبډله کې احسان الله جنت، جاوېد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، راشد خان، محمد نبي، قيس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزى، ظهير خان پکتين، افسر ځاځى او شاه پور ځدراڼ شامل دي.
بل پلو راشد خان، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځى، نجيب تره کى، رحمان الله ګربز، مجيب الرحمان، شفيق الله شفق، نجيب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت، ګلبدين نايب، فريد احمد ملک، شرف الدين اشرف، فضل نيازى، دولت ځدراڼ او نوين الحق په ۲۰ اوريزو لوبو كې د لوبېدونكې افغان لوبډلې غړي دي.
د كركټ يوازينۍ ټېسټ لوبه په راتلونكې سپټمبر مياشت كې د افغانستان او بنګله دېش او ۲۰ اوريزې لوبې د افغانستان، زمبابوې او كوربه هېواد بنګله دېش ترمنځ ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA