ads

د افغان امنیتي ځواکونو پر سر هېڅ ډول معامله نه کېږي

جمهور رییس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت په انګړ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په لیدنه کې وویل چې د سولې په خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر سر هېڅ ډول معامله نه کېږي. جمهور رییس غني چې نن (سه شنبه) یې د ملي دفاع وزارت په انګړې افغان امنیتي ځواکونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 زمری 1398
د افغان امنیتي ځواکونو پر سر هېڅ ډول معامله نه کېږي
جمهور رییس محمد اشرف غني

جمهور رییس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت په انګړ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په لیدنه کې وویل چې د سولې په خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر سر هېڅ ډول معامله نه کېږي.
جمهور رییس غني چې نن (سه شنبه) یې د ملي دفاع وزارت په انګړې افغان امنیتي ځواکونو ته خبرې کولې، ژمنه وکړه چې د سولې په خبرو کې به د امنیتي ځواکونو پر سر هېڅ ډول معامله نه کېږي.
نوموړي زیاته کړه، هغه هوکړه چې په هغه کې د افغانستان ملي اقتدار او هویت خوندي نه وي، د منلو نه ده.
ښاغلي غني وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او روزنې لپاره نړیوالې ژمنې شته او افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د ګډو ګټو پر بنسټ مخته ځي.
جمهور رییس څرګنده کړه چې له امریکا او ناټو سره نوی تړون نه کېږي او له دوی سره ټول شوي تړونونه پر ځای دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د افغان سولې هوکړه لاسلیک شي او تر هغې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA