د هېواد د ملي امنيت پخوانى سلاكار رنګين دادفر سپنتا د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون كې وايي، په دې څرګندونو كې سياسي، وحشتناك او توكمپال پيغام نغښتى دى.
ده نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، په دا ډول توكمپاله څرګندونو نه شي كېداى په افغانستان كې د ملكي وګړو وژنه له منځه يووړل شي.
د سپنتا په خبره، امريكا په افغانستان كې د حضور لپاره چا نه ده را بللې، پخپله راغلې او هركله چې وغواړي كولى شي له دغه هېواده ووځي.
په همدې حال كې د جمهوري رياست ټاكنو كانديد عبدالطيف پدرام پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، د ټرمپ لحن د يوه داسې سوداګر لحن ته ورته دى، چې د ګټې په لټه كې وي او انساني ارزښتونه نه پېژني.