جمهور رئيس محمد اشرف غني په هېواد كې د دارالافتاء د تاسیس امر كړى دى.
په دې تړاو د جمهور رئيس غني په خپور شوي فرمان كې راغلي، دارالافتاء دې د شرعي فتواوو د صادرولو د یوازينۍ مرجع په توګه تاسیس شي.
په فرمان كې دغه بنسټ د تشکیل او بوديجې له پلوه خپلواک بلل شوى دى.
همدارنګه په فرمان كې د عدلیې وزارت ته لارښوونه شوې، چې د دارالافتاء تقنیني سند له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې دارالافتاء ادارې په هېواد كې شتون نه درلود او دیني عالمان د فتوا په صادرولو کې له ستونزو سره مخ وو.