ads

اردوغان: راتلونكى ميلادي كال د اېس ۴۰۰ سيسټم بشپړ فعاليت ته چمتو کېږي

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، د اېس ۴۰۰ راكټي دفاع روسى سيسټم به په دغه هېواد كې د ۲۰۲۰م ميلادي په اپرېل مياشت كې بشپړ فعاليت ته چمتو وي. د تركيې له لوري د دغه سيسټم پېرودلو، چې د ناټو سازمان غړې ده، د دې تړون متحدين په ځانګړې توګه امريكا اندېښمنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 چنګاښ 1398
اردوغان: راتلونكى ميلادي كال د اېس ۴۰۰ سيسټم بشپړ فعاليت ته چمتو کېږي
ایس ۴۰۰ سیسټم

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، د اېس ۴۰۰ راكټي دفاع روسى سيسټم به په دغه هېواد كې د ۲۰۲۰م ميلادي په اپرېل مياشت كې بشپړ فعاليت ته چمتو وي.
د تركيې له لوري د دغه سيسټم پېرودلو، چې د ناټو سازمان غړې ده، د دې تړون متحدين په ځانګړې توګه امريكا اندېښمنه كړې ده.
واشنګټن خبردارى وركړى، چې پر انقرې به بنديزونه ولګوي.
خو اردوغان، چې پرون يې په خپل هېواد كې د ۲۰۱۶م ميلادي كال د ناكامې كودتا د درېيمې كليزې په مناسبت څرګندونې كولې وويل، د ياد سيسټم ځينې برخې د اتو الوتكو په وسيله تركيې ته لېږدول شوي او پاتې به هم ولېږدول شي.
امريكايي چارواكو ويلي، ښايي تركيه د اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكو له پروګرامه بهر كړاى شي او هم تر هغه قانون لاندې راشي، چې متحده ايالات يې په ځانګړې توګه له روسيې د وسلو پېرودلو د مخنيوي په برخه كې لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA