کورنیو چارو وزارت په کاپیسا او هرات ولایتونو کې د نشه یي توکو او وسله والو غلاوو په تړاو د ۱۰ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د هرات د امنیه قومندانۍ منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلاوو په تړاو شپږ کسان نیولي دي. له نیول شوو کسانو څخه یوه عراده موټر او یو میل وسله هم تر لاسه شوي دي.
بلخوا، د کورنیو چارو وزارت وایي، د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې یې څلور قاچاقبران نیولي دي.
دغه کسان چې د وسلو په پلور تورن دي، د کاپیسا ولایت له مرکزي سیمو نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دغه کسان نیسي چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ډېرو نورو ولایتونو جنایي جرمونو خلک اندېښمن کړي دي.