ads

په میدان وردګ ولایت کې د شپنیو عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژل شوي

په ميدان وردګ كې تېره شپه پوځي عمليات ترسره شوي، چې ولايتي چارواكي په كې د وسله والو طالبانو، خو ځايي خلك په كې د ملكي وګړو د وژل كېدو ادعاوې كوي. د ميدان وردګ د والي وياند محب الله شريف زي كليد ته وويل، د كشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواكونو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 چنګاښ 1398
په میدان وردګ ولایت کې د شپنیو عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژل شوي
میدان وردګ

په ميدان وردګ كې تېره شپه پوځي عمليات ترسره شوي، چې ولايتي چارواكي په كې د وسله والو طالبانو، خو ځايي خلك په كې د ملكي وګړو د وژل كېدو ادعاوې كوي.
د ميدان وردګ د والي وياند محب الله شريف زي كليد ته وويل، د كشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواكونو د جغتو ولسوالۍ په کمال خېل، بلند خېل او پاڅون کليو کې شپني عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې د طالبانو د سرې قطعې ۲۰ غړي وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.
د نوموړي په خبره، عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو يو شمېر لايزري وسلې، يوه اندازه مهمات او نهه موټر سايكلونه، چې دوه يې له چاودېدونكو توكو ډك وو، هم له منځه وړي دي.
شريف زي دا ونه ويل، چې عمليات بهرنيو او كه افغان ځواكونو يا هم دواړو لورو په ګډه كړي، خو په وينا يې، كشفي ارګانونو هلته ملكي مرګ ژوبله نه ده تاييد كړې.
ځايي خلك او وسله وال طالبان بيا وايي، چې افغان او بهرنيو ځواكونو تېره شپه د ميدان وردګ په جغتو ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بايد وويل شي، چې تېره اونۍ د دغه ولايت په دايميرداد ولسوالۍ كې په شپنيو عملياتو كې څلور روغتيايي كار كوونكي وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA